برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه وښوده

مدارس دخترانه

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام سره به په کم عمر کې د هغوی ودونه زیات شي.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر وايي، که د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز دوام وکړي، په دغه هېواد کې به د نجونو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.

دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره وړاندوینه کړې چې د نجونو پر زده کړو د بندیز په دوام سره به د کم عمره نجونو په منځ کې د ماشوم زیږون کچه ۴۵ سلنه او د افغان ښځو او نجونو د میندو مړینه به ۵۰ سلنه زیاته شي.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر زده کړو له شپږم ټولګي پورته “د پالیسۍ په توګه” بندیز لګول شوی او ښځې نشي کولای پوهنتون ته ولاړې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو وزارت وايي، طالبانو د افغانستان له بېرته نیولو راهیسې د ښځو لپاره تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي، چې یو یې هم نه دی لغوه شوی.

شریک یي کړئ!