برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

ملاهبت الله: الهی حدود اجرا کړئ

د طالبانو مشر وویل، د خدای حدود، د سالمې زده کړې زمینه برابرول او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر قانون باید عملي شي.


د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده د فاریاب ولایت له چارواکو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې له تفرقې، تبعیض، توکم پالنې او ژبني تعصب څخه دې ډډه وکړي.

د طالبانو مشر همداراز د الهي حدودو په اجرا کولو، په مدرسې، ښوونځيو، او پوهنتونونو کې د سالمې ښوونې او روزنې په برابرولو او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر د قانون پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

شیخ هبت الله اخندزاده د خپلې وینا په یوه برخه کې اعلان وکړ چې د اسد ۲۴ نیټه به د یوم الفتح په نوم ونومول شي.

شریک یي کړئ!