برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

مخدره مواد ټول انسانیت ته ګواښ دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له نشه یي توکو سره د مبارزې او په افغانستان کې د بدیل کښت په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د «مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمیسیون» د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې مخدره مواد نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی.

هغه زیاته کړه: موږ په دې برخه کې د امکانات او تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې پیسې دې آزاده شي او د بدیل کښت په برخه کې دې له کروندګرو سره مرسته وشي.

په دې مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان مطیع هم وویل، چې د افغانستان واکمنه اداره نه یوازې د مخدره توکو پر ضد، بلکې د انساني قاچاق او نورو ورته قضیو پر وړاندې هم مبارزه کوي.

ده روښانه کړه چې دغه پدیده د افغان ځوانانو د تباهۍ سربیره له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر اړیکو هم منفي اغیز لري.

د طالبانو د روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم اعلان وکړ، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د څه باندې ۱۴ زره روږدو کسانو درملنه کړې، خو د بودیجې، د معتادانو د ساتلو ځای، پرسونل او د درملنې لویو مرکزونو نشتوالي دا کار ستونزمن کړی دی.

په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين عبدالحق هم په دې غونډه کې خپل رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې په تېرو درېيو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې ٧٨ زره عمليات شوي او په دې برخه کې ٢٠ زره شکمن کسان نيول شوي دي. ۱۴۵۰ فابریکې او ورکشاپونه چې د بېلابېلو نشه یي توکو تولیدوله له منځه وړل شوي دي، د ۱۲۲ زره روږدو کسانو درملنه کېږي او ۳۷ زره هکتاره ځمکه له مخدره موادو پاکه شوې ده.

شریک یي کړئ!