برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: کابل کې د سفارتونو د پرانستلو پر وړاندې کوم مانع نشته

د طالبانو ویاند ویلي چې له هیڅ هیواده به د سفارتونو د پرانستلو زارۍ ونه کړي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: افغانستان به له هیچا زاري ونه کړي چې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

هغه زیاته کړه: په کابل کې د هیوادونو د سفارتونو د پرانستلو په لاره کې هیڅ خنډ نشته او د امریکا په ګډون هر هغه هیواد چې وغواړي کولای شي په کابل کې خپل سفارت فعال کړي او له دیپلوماتیکو لارو له طالبانو سره تعامل ولري.

تر دې وړاندې طالب چارواکو په افغانستان کې د امنیت د تامین ترڅنګ په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي