برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: موږ د ماتم هر ډول مخالفت ردوو

د طالبانو ویاند ویلي، چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د عاشورا ورځ د بدعت په توګه نه ده یاده کړې.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خبرې یې د عاشورا د بدعت په توګه تعبیر کړي او ویلي یې دي چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دغه ډول خبرې ونه کړې.

هغه د محرم پر مراسمو د بندیزونو په اړه د څرګندونو په ردولو سره وویل: اهل تشیع په خپلو سیمو کې بشپړه ازادي لري او کولای شي د عاشورا مراسم ولمانځي مګر ځینې محدودیتونه چې لګول شوي، د دې مراسمو د امنیت د تامین او د شیعه عالمانو په همکارۍ ترسره شوي.

تر دې مخکې هم رسنیو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس خبرې تفسیر کړې وې او ادعا یې کړې وه چې هغه عاشورا بدعت بللی دی.

شریک یي کړئ!