برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: غرب دې خپل فرهنگ پر نورو هېوادونو تحمیل نه کړي

د طالبانو ویاند د بشري حقوقو د سرغړونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني راپور ته غبرګون وښود.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خلک مسلمانان دي او د دوی حقوق د شریعت احکامو پر بنسټ تامینېږي.

مجاهد وويل، هغه څه چې په امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو کې تعريفېږي، فرهنګ او بشري حقوقو له افغانستان سره توپير لري او غربیانو بايد خپل فرهنګ پر نورو هېوادونو نه تحميلوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې، چې په دې وروستیو کې خپور شوی، ادعا کړې، چې دوی تېر کال په افغانستان کې د غیر اخلاقي چلند تورنو کسانو ته د بدني مجازاتو په ګډون له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د شویو ادعاوو پر بنسټ طالبانو داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان له قوانینو او په نړیوالو کنوانسیونونو کې د دغه هېواد له ژمنو سره په ټکر کې دي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه هېواد به طالبان په رسمیت ونه پیژني.

د يادونې وړ ده، چې په نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امريکا کلني راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې امريکا د بې شمېره جګړو، قتل عامونو او استعمار په پيلولو سره د بشري حقونو د سرغړونو په سر کې ځاى لري.

شریک یي کړئ!