برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: د نجونو زده کړه د افغانستان داخلي مسله ده

د طالبانو ویاند ویلي چې د نجونو زده کړه د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې یوه بهانه ده.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نجونو زده کړه د افغانستان داخلي مسله ده او نړۍ باید د دې ډلې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د بهانې په توګه ونه کاروي.

مجاهد زیاته کړه چې د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ ناستې کړې دي.

ده وويل: د دوحې د غونډې په څير دغه غونډې له لاسته راوړنو ډکې وې.

د هغه په وینا، طالبان به هغه مهال نړیوالو کنوانسیونونو ته غاړه کېږدي، چې دغه ډله د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې راشي او دا کنوانسیونونه د “اسلامي شریعت” مطابق وي.

مجاهد زیاته کړه چې د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ ناستې کړې دي.

شریک یي کړئ!