برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: د دوحې له تړون څخه د امریکا سرغړونې د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړې ده

د طالبانو ویاند ویلي چې امریکا د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوحې د هوکړې په تطبیق کې د امریکا له لوري یو لړ سرغړونې شوي او دغو سرغړونو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو او د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې ده.

مجاهد امریکا د دوحې د تړون په تطبیق کې په سرغړونې تورنه کړه او ویې ویل چې دا مهال یو شمېر طالب چارواکي په تور لېست کې او د امریکا تر بندیزونو لاندې دي او دغه هېواد د افغانستان د پېژندنې او پرمختګ مخه ډب کړې ده.

مجاهد زیاته کړې، چې له دې تړون څخه ځینې سرغړونې د امریکایانو له خوا شوې دي، دوی د دوحې د تړون د متن د تفسیر له مخې یې ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به د دوی تعامل نورمال وي، ښې اړیکې ولري، د افغانستان د آبادۍ په برخه کې ونډه واخلي. زموږ د پرمختګ خنډ نه شي، خو داسې ونه شول.

د هغه په وينا، اوسمهال د امريکا په تور لېست او بنديزونو کې د طالبانو يو شمېر مشران شته او د افغانستان شتمنۍ لا هم بندې دي.

مجاهد همداراز زیاته کړه چې په دې هېواد کې له بشري حقونو څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

مجاهد څرګنده کړه: ریچارډ بینیټ او نور لویدیځ جارچیان باید د بشری حقونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه پای ته ورسوی او د بشری حقونو رښتینی ملاتړ وکړی او د اسرائیلو د ظلم او وحشت مخه ونیسی.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک کېدو د څلورمې کلیزې په ورځ وویل چې دغه تړون طالبانو ته واک ورکړ او افغان حکومت یې کمزوری کړ. .نوموړې همدا راز زیاته کړې، چې طالبانو د دوحې په تړون کې خپل مسوولیتونه نه دي ترسره کړي.

شریک یي کړئ!