برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: د حکمتیار د اخراج اوازې دروغ دي

د طالبانو ویاند ویلي چې د حزب اسلامي افغانستان د مشر د انتقال لامل د هغه د استوګنې پر سر منازعه وه.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د کابل په دارالامان سیمه کې د حزب اسلامي افغانستان د مشر ګلبدین حکمتیار د اوسېدو ځای “متنازع فیه” و او له همدې امله پرېکړه شوې چې نوموړی په یوه مناسب ځای کې ژوند وکړي.

مجاهد ویلي چې له دغه استوګنځي څخه د حکمتیار د اخراج په اړه په رسنیو کې خپاره شوي اوازې دروغ دي.

هغه حکمتیار یو افغان جهادي بللی او زیاته کړې یې ده چې پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه دی شوی او عزت، وقار او حیثیت یې پر ځای دی.

په تېرو ورځو کې د طالبانو له خوا د حکمتیار د پخواني کور د محاصرې په اړه ناتایید شوي راپورونه خپاره شول.

وروسته له دې، د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر زوی حبیب الله حکمتیار د طالبانو له خوا د خپل پلار د کور د محاصرې خبرونه رد کړل او ویې ویل چې هغه خپل د اوسېدو ځای بدل کړی دی.

هغه زياته کړه، پلار يې په هغه کور کې اوسېده، چې د تېر حکومت له خوا د سولې له هوکړې وروسته ورته ورکړل شوى و، خو طالبانو دغه هوکړه نه ده منلې.

ویل کیږي چې حکمتیار اوس د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې په یوه کور کې اوسیږي.

شریک یي کړئ!