برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: د افغانستان په پولو کې امنیت ټینګ دی

د طالبانو ویاند د ټولییز امنیتي تړون سازمان ته د تاجکستان د مسودې په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټولییز امنیت تړون سازمان ته د تاجکستان له لوري د وړاندې شوې طرحې په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د افغانستان او ټولو سرحدي هېوادونو په ځانګړې توګه د تاجکستان تر منځ د پولو امنیت تامین دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې کوم سرحدي ګواښ نشته. موږ به هیڅکله هیچا او ډلې ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد وکاروي. او موږ په افغانستان کې داسې ډلې نه لرو چې د یوه هېواد پر ضد اقدام وکړي.

ده وويل: له افغانستان سره په پوله کې د امنيت د نشتوالي په باب د تاجکستان ځينې څرګندونې حقيقت نه لري او طالبان به د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کولو په موخه د تاجکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د بیا رغولو لپاره هر ډول هڅې وکړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې دغه هېواد د ګډو امنیتي تړونونو سازمان ته یوه مسوده سپارلې، چې د دواړو هېوادونو د پولو د امنیت په ټینګښت کې اغېزمنه ده.

دغه وزارت يادونه وکړه: د ټولیيزو امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د وزارتونو او څانګو د استازو غونډه د مارچ له اتمې څخه تر ١١مې نېټې پورې په مسکو کې جوړه شوه.

په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته د ټولییز امنیت تړون سازمان د تاجکستان او افغانستان پولو ته څېرمه څو مانورونه اجرا کړي دي.

شریک یي کړئ!