برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: د اسماعیل هنیه د وژنې عواقب د اسرائیلو پر غاړه دي

د طالبانو په بیانیه کښې راغلي دي چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د مشر د مړینې او شهادت د پایلو پړه د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو په غاړه ده.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیانیه کښې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژلې او شهادت عامل صهیونیسټ رژیم وباله او ټینګار یې وکړ: د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام به بې له شکه د سیمې او هیوادونه بې ثباته کړي او د هرډول ناوړه او بدمرغه پایلو پړه به د صهیونیسټانو او د هغوی د ملاتړو په غاړه وي.

مجاهد زیاته کړه: شهادت د یو مسلمان او مجاهد لپاره ستره لاسته راوړنه ده. اسماعیل هنیه په دې لاره کې د مقاومت، قربانۍ، صبر، زغم، مبارزې او سرښندنې درس وګاټه.

طالبانو زیاته کړې: افغانستان د فلسطین په مقدسه خاوره کښې د حماس د اسلامی غورځنګ دفاع یو اسلامی او انسانی وظیفه ګڼی او د غاصب صهیونیسټی رژیم جنایتونه، بمبارۍ او د فلسطین د مسلمانانو نسل وژنه په کلکه غندو.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی: د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامی امت او د جهادی کاروان لپاره یوه ستره ضایعه ده.

د افغانستان واکمن حکومت له نفوذ لرونکو هېوادونو په تېره بیا له اسلامي او عربي نړۍ وغوښتل چې په سیمه کې د صهیونیسټانو د تیري او جنایتونو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

شریک یي کړئ!