برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: امریکايي چارواکي له طالبانو سره د تعامل په اړه اختلاف لري

د طالبانو ویاند ویلي چې د افغانستان په اړه په امریکا کې د نظر اختلاف وجود لری.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طالبانو سره د خبرو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رییس او په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو تر منځ د نظر اختلافونو پایله ده.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د امریکا له سترې ماتې وروسته ښايي هغوی متاثره شوی وي او غواړي له ټول افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره کرکه او دښمني څرګنده کړي. خو دا د حل لاره نه ده.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې ویلي وو: دا راپور د جانبدارۍ په اساس او د کابل پر حکومت د فشار راوړلو په موخه دی.

شریک یي کړئ!