برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

متقي: موږ د داعش پر وړاندې جګړه ګټلې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اندونیزیا له پلاوي سره وکتل.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اندونیزیا د ولسمشر د پخواني مرستيال او د سرې مياشتې او جوماتونو د شورا د مشر محمد يوسف کالا په مشرۍ د دغه هېواد له يوه پلاوي سره د امیرخان متقي د کتنې خبر ورکړ.

تکل زیاته کړه چې دغه پلاوی د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره کابل ته راغلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اندونیزیا له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ډله د داعش او مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې بریالۍ شوې ده.

بل خوا په دې ناسته کې متقي وويل، چې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، برېښنا، سړک جوړولو او کرنې په برخو کې د پانګونې لپاره زمينه برابره شوې ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي