برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

متقي: د فلسطین وضعیت د توجیه وړ نه دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د فلسطین مسلې ته باید عاجلانه او عادلانه حل لاره وموندل شي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په خپله وینا کښې د فلسطین مسئله مطرح کړه او وې ویل: د یو کال په تېرېدو سره هم نړیوال حاکم نظم نه یوازې د صهیونیسټ رژیم مخه نه ده نیولې بلکې د فلسطین د مظلومو خلکو په خلاف یې مالی، پوځی او تبلیغاتی ملاتړ کړی دی.

امیر خان متقي زیاته کړه: دا وضعیت په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی او باید اصلاح شي.

متقي وويل، دا د نړۍ د ټولو هېوادونو په تېره بيا د اسلامي همکاريو د سازمان بشري مسووليت دى چې د فلسطين مسئلې ته سمدستي، عادلانه او دايمي حل لاره ومومي او د پلي کېدو لپاره يې سياسي اراده، همغږي او لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي