برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۴ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

متقي: داعش په افغانستان کې وجود نه لري

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اعلان وکړ چې په افغانستان کې له طالبانو سره کومه مخالفه ډله نشته.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

متقي ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو ضد کومه ډله نشته او د ځينو پېښو عاملين له بهر څخه راځي.

داعش ډلې په دې وروستیو کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د دوو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دغو بریدونو کې په یوه کې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په خپل دفتر کې وژل شوی دی. او په یوه بل برید کې چې د خبریالانو په یوه غونډه کې وشو، د یوه خبریال په ګډون دوه تنه ووژل شول او ۱۵ نور خبریالان ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي