آریانانیوز: متحده عربي اماراتو پر فراري ولسمشر او نورو پخوانیو افغان سیاستوالو له سیاسي فعالیت څخه بندیز ولګاوه.
احمدالله وثیق; د طالبانو مرستیال ویاند پر ټویټر لیکلي: د متحده عربي اماراتو ټول پخواني افغان سیاستوال چې په دوبۍ او د هېواد په نورو ښارونو کې مېشت دي په سیاسي فعالیتونو یې بندیز ولګاوه.
متحده عربي اماراتو پخواني افغان چارواکي په داسې حال کې له سیاسي فعالیتونو منع کړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په قطر کې دی.