برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مایکل مک کال: له افغانستانه د امریکا وتل له ګډوډۍ ډک وو

مایکل مک کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل له ګډوډۍ ډک بللي او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره یې غوښتي چې د دغه ګډوډونکي وتلو په اړه ځواب ورکړي.


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د درې کلنې کلیزې په مناسبت چې هغه یې له ګډوډۍ او «ناورین» ډک بللي، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې په دې اړه کانګرس ته حاضر شي.

مک کال دغه غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته یې استولی و.

د مک کال په لیک کې چې بلنکن ته په خطاب کې شوی، ویل شوي چې د امریکا د دفاع، بهرنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت شورا ګڼو چارواکو له افغانستانه د وتلو په اړه ځواب ورکړی، خو تاسې (بلینکن) تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

انتوني بلینکن او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر اوسه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له دې مخکې ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پټ اړخونه به په ډاګه کړي او تر دې دمه د بېلابېلو وزارتونو چارواکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغې کمېټې د غوښتنې په اړه ګواهي ورکړې ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي