برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له کرونا ویروس څخه د روغ شویو کسانود شمېرزیاتیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس دصحت عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلوریشت ساعتونو کې ۵۴۲ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي
دغه وزارت ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې ټول هېواد کې ۵۴۲ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۵ تنه مړه شوي هم دي
مثبت اړخ یې بیا دا دی چې تېرو څلریشت ساعتونو کې ۴۸۰ کسان له یاد ویروس څخه بېرته ښه شوي هم دي، چې دا په تېره کې بې سارې دی
تېره ورځ هم عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې یوه شپه او ورځ کې ۳۲۹ کسان له یاد ویروس څخه بېرته رغېدلي، چې له دې سره په تېرو دوو ورځو کې له کرونا ویروس څخه د روغ شویو کسانو شمېر ۸۰۹ ته ورسېد
په ټوله کې ۲۱ زره او ۴۵۹ کسان هېواد کې په کرونا ویروس ککړ شوي، چې له همدې شمېر څخه ۲ زره او ۶۵۱ کسان بېرته ښه شوي او ۳۸۴ کسان مړه شوي دي
که څه هم تېرو دو ورځو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې کچه لوړه شوې، خو بل لور ته له یاد ویروس څخه د روغ شویو کسانو شمېر هم بې سارې لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي