برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال د ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د بېلابېلو ناروغیو له خطر سره مخ دي.


افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو له هڅو سره سره دغه کسان د بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو او د اوبو او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له خطر سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، د نومبر تر ۱۸مې نېټې پورې د پاکستان له خوا د غیرقانوني افغان مهاجرو د ایستلو له پرېکړې راهیسې، له پاکستان څخه شاوخوا ۳۷۵ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې دغه سازمان له پاکستانه راستانه شویو ۹۲ زره کډوالو ته چې ۵۶ سلنه یې ښځې دي، طبي خدمات وړاندې کړي دي.
دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی چې له پاکستانه شړل شویو مهاجرو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د مرستې لپاره د ۲۷ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي