له مور او پلار سره ښه سلوک، د هغوئ ساتنه او د هغوئ اطاعت په هغو کارونو کي چي د اللهﷻ نافرماني نه وي؛ له والدينو سره نېکي بلل کېږي.
له مور او پلار سره ښه چلند د نېکۍ غوره نمونه او بېلګه ده او حکم یې پر هر مسلمان نارينه او ښځينه واجب دی، د دې بر عكس د مور او پلار سره بد چلند حرام او د کبائرو او غټو ګناهونو څخه ده.
نبي کريم صلى الله عليه وسلم وصيت کړی چې والدين بايد خپلو اولادونو ته د نېکۍ کيفيت وښيي او ښايي دا د زامنو لپاره رحمت او خیر وي.
اسلام له مور او پلار سره نېکي ته لوړ اهمیت او ارزښت ورکړی دی او کوونکي ته یې د اجر او ثواب وعده کړې ده، الله سبحانه وتعالى خپل عبادت او د والدينو سره نېکي په قران کريم کې يو ځای یاده کړې ده.
[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 23] وَقَضٰى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا
او ستا رب پرېکړه کړې ده چې تاسي د اللهﷻ پرته بل د هیچا عبادت مه کوئ، له مور او پلار سره ښه چلند وکړئ.
كه ستا سره له هغو څخه يو يا دواړه زړښت ته ورسیږي، نو هغو ته اُف قدري مه وايه، مه هغو ته په تور بريښ ځواب وركوه، بلکې له هغو سره په درناوي خبرې كوه.
دغه اړيکه د اللهﷻ په نزد له مور او پلار سره دنېکۍ پر لوړې درجې دلالت کوي.
په لنډ ډول د والدینو سره د ښه چلند فضيلت په لاندې ټکو کې خلاصه کوو:
پر خپل وخت د لمانځه څخه وروسته تر ټولو غوره عمل دی، لکه څنګه په نبوي حديث شريف کې یاد شوي دي.
ابن مسعود -رضي الله عنه- فرمايي: له رسول الله -صلى الله عليه وسلم- څخه مي وپوښتل: “کوم عمل الله ته ډېر خوښ دی؟ ويل: پر خپل ټاکلي وخت لمونځ کول. ومې ويل: بيا؟ ويل: د مور او پلار سره نېکي. ومې ويل: بيا؟
ويل: د الله په لار کي “جهاد” الحديث.
رواه البخاري.
د مور او پلار سره نېکي د جنت د داخلېدو سبب ګرځي او که چا ضائع کړ، نو بشپړ زيانمن دی.
د مور او پلار سره ښه ګزاره د غمونو او اندېښنو څخه د خلاصون سبب کېږي او د روزۍ د پراخېدو لامل کېږي.
څوک چې له والدینو سره ښه سلوک کوي، د اللهﷻ مینه حس کړي، په ژوند کي به یې توفیق ملګری شي او الله تعالی به يې راتلونکي اولادونه نېکان، صالحان او د ده امر منونکي جوړ کړي.
د مور او پلار سره نېکي څو ډولونه لري، چي مهم یې په لاندي ډول دي :
هر هغه څه چي د مور او پلار د خوښۍ او رضایت سبب جوړېږي (فعلي وي که قولي) باید تر سره شي او په څه چي په غوصه کېږي بايد هغه پرېښودل شي.
تل په نرمۍ او عاجزی باید ژوند او ګزاره ورسره وشي. نظر، خبري، کار، او ناسته پاسته باید نرم وي.
د خبرو پر مهال كرار غږېدل، د خبرو نه پرېکول او د خبرو ټولو اداب باید پر ځای شي.
پرته د الله تعالی د نافرمانۍ څخه نور په ټولو کارونو کي يې پوره اطاعت وشي، د هغوئ پر وړاندي د کبر او لویي او رټني څخه په کلکه ډډه وشي.
د احترام په خاطر بايد په خوراک، څيښاک، تګ، دخول او خروج کي تر ځان ترجيح او اوليت ورکړه شي.
يوه ځانګړي پاملرنه مور ته ځکه باید وشي چي د اولاد په زېږېدلو، غټولو او تربيه کولو کي يې زښته زياته ستړیا ګاللې ده.
چي کله زړښت ته رسېږي؛ په نېکۍ، طاعت، ميني، مجلس او نرمۍ کي لا نور زیاتوالی راوستل شي.
د هغوئ د وفات څخه وروسته په دعا، استغفار، د دوستانو او ملګرو سره یې په صله رحمي، صدقه او خیرات کولو نوره هم نېکي باید زیاته او وغځول شي