برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د تعامل دوام

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې دغه سازمان له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک اعلان وکړ چې سازمان به یې د امنیت شورا د ماموریت پراساس د طالبانو په ګډون له ټولو هغو ډلو او هېوادونو سره چې په افغانستان کې منافع لري، تعامل ته دوام ورکړي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان له موقت حکومت څخه وغوښتل چې د ډیپلوماټیکو تعامل لپاره نورې لارې پرانیزي.

د دوجاریک په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه د بې طرفۍ، ښه نیت او بشري حقونو ته د قوي ژمنتیا او برابرۍ پر بنسټ ولاړ دي.

 

شریک یي کړئ!