برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له ایرانه څخه 650 تنه افغانی بندیان افغانستان ته را لېږدول شوي دی.

آریانانیوز: له ايرانه د افغان زندانيان د رالېږد پلاوي مشر عزيزاحمد سرباز، د لويې څارنوالۍ له وياند جمشېد رسولي سره په کابل کې په ګډه خبري ناسته کې وويل چې له څلورو تر پنځو زرو افغانان د ايران په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي.


ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې له دغو زندانيانو ٦٥٠ یې څو اوونۍ وړاندې افغانستان ته رالېږدول شوي، دا مهال په هرات ساتل کېږي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٥ او ١٣٩٦ کلونو کې هم ٦٣٠ افغان بنديان له ايرانه افغانستان ته رالېږدول شوي دي.
د ده په وينا، له ايرانه افغانستان ته د رالېږدول شوو افغان بنديانو پر دوسيو له سره غور کېږي او د حبس په موده کې یې بدلون راوستل کېږي.
د هغه په وينا، کېداى د راتلونکي ١٣٩٨ کال تر نيمايي تر دوه زره نور افغان بنديان هم له ايرانه افغانستان ته را ولېږدول شي.
د ده په خبره، هغه افغان بنديان چې د محکمې وروستى حکم ولري، هويت يې تثبيت وي او د لېږد رضايت ولري، افغانستان ته رالېږدول کېږي.
سرباز زياته کړه: “ايران موږ ته ويلي چې دا مهال د ايران په زندانونو کې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانان بنديان دي او له دې ډلې زرو تنو ويلي چې نه غواړي افغانستان ته ولېږدول شي.”
هغه وايي، په افغانستان کې د ايران له زندانيانو سره هم ورته چلند شوی او تر دې مهاله د افغانستان له زندانونو ۷۸ تنه ايراني زندانيان ايران ته لېږدول شوي او شاوخوا ۸ تنه نور ايرانيان لا هم په افغانستان کې زنداني دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ايران کې نږدې ٨٠٠زره افغان کډوال په قانوني او نږدې يو ميليون په ناقانونه ډول په دغه هېواد کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د لويې څارنوالۍ وياند وويل چې له ايرانه افغانستان ته په رالېږدل شوو بنديانو او هغو افغانانو کې چې اوس هم په ايران کې بنديان دي، د بېلابېلو جرمونو په تړاو پر بند محکوم شوي کسان شامل دي، خو ډېر يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور پر بند محکوم شوي دي.
هغه زياته کړه: “لويه څارنوالي د خلکو د حقونو او ازادۍ د يوې ملاتړې ادارې په توګه تل هڅه کوي چې په کور دننه او له هېواده بهر د خپلو وګړو د حقونو ساتنه وکړي او له بهره هېواد ته د افغان بنديانو رالېږدول، د ملي يووالي حکومت له پروګرامونه څخه دي.”
ده وويل چې دا مهال افغانستان له تاجکستان، روسيې او ايران سره د زندانيانو د لېږد رالېږد هوکړه ليکونه لري او ډېر ژر به ورته هوکړه ليکونه د پاکستان په ګډونو له ځينو نورو هېوادونو سره هم لاسليک شي.
هغه ونه ويل چې دا مهال څومره افغانان له ايران پرته په نورو هېوادونو کې بنديان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي