برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستانه څخه د وتلو لارې لټول

آریانانیوز: ویکلي سټنډارډ امریکايي خپرونې په تازه مطلب کې د تېرې پنجشنبې (۲۶تلې) کندهار کې د طالبانو نفوذي برید اړون تبصره کړې ده.


د سرچینې په وینا دې برید وښوده چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو منلو ته يې تیاره نه ده.
د خپرونې په خبره په افغانستان کې د بهرنیانو یو قومندان ډګروال ډیو باټلر دا «د د افغانانو له خوا پر افغانانو برید» یاد کړی، په دې ډول غواړي ځان ګوښې ته وښيي او خپلې ناکامۍ ته د وړو پوزه جوړه کړي.
د مضمون د لیکوال په وینا امریکا په افغانستان کې خپله ماتې له زړه منلې او ټرمپ د خپلو ځواکونو د ایستلو په لټه کې دی.
د سرچینې په وینا طالبانو هم دا موضوع درک کړې او د امریکا و طالبانو مخامخ خبرې پر همدې موضوع روانې دي.
خپرونه وړاندې زیاتوي ټرمپ له افغانستانه زړه توری دی او پخپله ټوله واکمنۍ کې يې یو ځل هم کابل ته سر ور ښکاره نه کړ.
تېره پنجشنبه (۲۶تلې) کندهار کې د طالبانو نفوذي بریدګر د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د ملي امنیت رییس عبدالمومین حسین‌خیل ووژل او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي يې ژوبل کړل.
امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دویم ځل د بهرنیو چارو وزارت ځانګړ استازی زلمی خلیلزاد وټاکه، چې هغه هم قطر کې له طالبانو سره ولیدل، خو حکومت ته يې په اړه جزییات نه دي ور کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي