برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستانه د امريکا او ناټو ځواکونو شړل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وول، چې دوی بايد له افغانستان د وتلو بيه هلته د پاتې کېدلو سره محاسبه کړي په وينا يې له افغانستانه د وتلو له لګښت به يې تر هغه ګران تمام شي چې هلته پاتې شي.


سټولټنبرګ په بروکس کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په ناسته کې وويل، چې دوی د خپلو خلکو او افغانانو د ساتنې په موخه هلته پاتې کېږي “که افغانستان پريږدو طالبان راځي او دا یو لوی خطر دی، بايد ډاډ ترلاسه کړو څو دغه هېواد د نړيوالو وسله والو پر امن ځای بدل او پر نورو هېوادونو د هغوی د بريدونو د پلان په مرکز بدل نه شي” نه غواړو چې له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسو.
طالبانو د ناټو د مشر سټولټنبرګ يادو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي (اشغالګرو) ځواکونو وتل او شړل حتمي دي زياتوي “دا که ناټو او امریکا وغواړي او که ونه غواړي افغانستان د دوی اړوند نه دی او دا خاوره به د دوی له کرغیړن شتون څخه پاکیږي.”
طالبانو د ناټو د مشر هغه څرګندونو ته چې په وينا يې له افغانستانه به نور هېوادونو تهديديږي وايي، له هېواده د نورو هېوادونو د تهديد تصور هيڅ واقعيت نه لري “افغانانو نه د چا په ضرر ګام اخیستی، نه يې د نورو هیوادونو په مسائلو کې مداخله کړې او نه يې هم له دې وروسته اراده لري”.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږلې دغه غبرګون کې راغلي، چې له يادې موضوع څخه تبليغاتي ګټه اخيستل کېږي او ورته ډول بې اساسه معلوماتو روانه جګړه تر اتلسو کلونو اووږده کړه چې امریکا او ناټو يې له شکست سره مخ کړې زياتوي ” نور باید دغه غلطه فرضیه تغیر وکړي او حقائق ومنل شي”.
طالبانو د ناټو مشر ته ورياده کړې چې له تير څخه زده کړې وکړي، د جګړې اور ته لمن ونه وهي او ورته ډول بې مسؤليته څرګندونو سره جګړه لا اوږدېدلای شي چې د هيڅ يوه لوري په ګټه به نه وي.
طالبانو وړمه ورځ هم د امريکا د فاع وزير څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي و چې امريکايي ځواکونه به په دې مجبوره کړي څو له افغانستانه ووزي.

شریک یي کړئ!