آریانانیوز: دیوراپورله مخی د طالبانو ویاند ذبیح ا… مجاهد د دغې ډلې او امریکې د خبرواترو د شپږم پړاؤ د پیلیدو په اعلان سره وویل: د افغانستان صلحه د قطر په پلازمینې دوحه کښې د دواړو لورو د مذاکراتو اصلي چورلیز دی.
د افغانستان په چارو کښې د امریکې استازی ځلمی خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د امریکايي پلاوي مشري په غاړه لري.
دا خبرې اترې په داسې حال کښې پیل شوې دي چې په کابل کښې د افغانستان د صلحې مشورتي لویه جرګه هم روانه ده.
په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د صلحې ټینګولو لپاره د طالب ډلې او امریکې ترمینځ تراوسه څو وارې مذاکرات شوې دي خو هیڅ ګټه یې نه ده لرلې.