برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

فطرت: افغانستان کې بشري حقونه نه دي تر پښو لاندې شوي

د طالبانو د ویاند مرستیال په افغانستان کې د ښځو له حقونو د ملاتړ په برخه کې د یو شمېر اروپايي هېوادونو د اعلامیې په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه د یو شمېر اروپايي هېوادونو د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې د ځینو هېوادونو له خوا پر سرپرست حکومت د بشري حقونو په سرغړونې او د جنسیتي تبعیض تور لګول ناسم کار دی.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیض نه کیږي.

د فطرت په وینا، هڅه کیږي چې د افغانستان وضعیت د یو شمیر هغو میرمنو په وینا چې له هیواده تښتي او د دوی د منفي تبلیغاتو له لارې غلط بیان کړي.

شریک یي کړئ!