برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غلو معاشونه وتښتول

آریانانیوز: د بدخشان ولایتي شورا وايي د واخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې غلو د دې ولسوالۍ د پوهنې امر وژلی او پیسې يې ترې وړې دي.


د دې شورا غي عبدالله ناجي رسنیو ته ويلي، پېښه نن سهار د واخان په سیاه پشته سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې امر د ښوونکو معاشونه لېږدول.
هغه د تلفاتو او تښتول شویو پیسو دقیق شمېر نه دی ښوودلی، خو وايي چې د واخان د پوهنې امر د دې ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه سیمې ته لېږدول چې غلو پرې برید وکړ.
هغه وايي تر اوسه یوازې د پوهنې امر له وژنې خبر دی.
د بدخشان چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!