برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غزني کې د امریکایانو پي آر ټي وسوځېده

آریانانیوز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې تېره شپه د غزني په ښار په عملیاتو کې د دې ښار په جنوب لویدیځ کې پرته د امریکایانو پي آر ټي مرکز هم د طالبانو تر واک لاندې راغلی دی.


طالبان وایي د جګړې په ترڅ کې ددې مرکز د تیلو ذخائرو او ډیپوګانو اور اخیستی او اوس هم لمبې ترې پورته کیږي. ذبیح الله مجاهد وایي(د غزني امنیه قومندانۍ، ټولې شپږ امنیتي حوزې، د (امریکايي پي آرټي) په نامه مهمه قرارګاه، بالاحصار، تپه تلویزیون، د توپچې مرکز (ترک حضرت) او د ښار شاوخوا ټولې امنيتي پوستې نیول شوي دي. دم ګړۍ د غزني ښار دننه د ولایت په ودانۍ، استخباراتو او باقي پاتو نور دولتي تأسیساتو ځپونکي عملیات روان دي.)
د غزني په ښار تېره شپه دوولس بجې طالبانو برید کړی خو تر اوسه د قاطع ملاتړ په نوم امریکایي ځواکونو او داخله وزارت د دې ولایت د وروستیو انکشافاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!