برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

عمران خان: خبرې اترې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لاره ده

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، اسلام اباد باید له کابل سره سمې اړیکې ولري.


د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر خوست او پکتیکا ولایتونو د دغه هېواد د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، اسلام اباد باید له کابل سره ښې اړیکې ولري، پرته له دې چې پر افغانستان واکمن څوک وي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې دا مهال په زندان کې دی، ویلي چې په افغانستان کې د دوه لسیزو جګړه له هغو خبرو اترو وروسته پای ته ورسیده چې د ده حکومت د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ تسهیل وکړ.

خان دا هم یادونه کړې چې طالبانو د هغه د صدراعظمۍ پرمهال ژمنه کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان ستونزه به حل کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸ مه) پاکستاني ځواکونو د خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

که څه هم اسلام اباد ادعا کوي چې په دغو بريدونو کې يې د ټي ټي پي د يوه قوماندان پوسته په نښه کړې، خو طالبانو ويلي چې په هوايي بريدونو کې د پنځو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!