برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عبدالرئوف ابراهيمي له ترهه ګرۍسره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو ملګرتيا ضروري ده

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې عبدالرئوف ابراهيمي نن په تهران کښې د شپږو هېوادونو د پارلېماني مشرانو په دويم کانفرنس کښې ترهه ګري د سيمه ايزو تعلقاتو لپاره يو بنيادي مشکل وبلۀ او وې ويل،پکار دي په دې باره کښې د مناسبو لارو چارو اټکل وشي چې د ترهه ګرو د ودې او فعاليت عوامل او اسباب وپېژندل شي او په پارلېمانونو کښې د يو لړ قوانينو په تصويبولو سره له هغو سره د مقابلې زمينه برابره کړې شي.
ابراهيمي د دې په بيانولو سره چې افغانستان يوازېنے هغه هېواد دے چې په وروستيو دوو لسيزو کښې د کورنيو او بهرنيو ترهه ګرو د جنګ مېدان ؤ او دے او په دې باره کښې زياتره زيانونه زغملي دي زياته کړه، له بده مرغه د بهرنيو ځواکونو د شتون باوجود په افغانستان کښې ترهه ګر لا زيات فعال شوي دي.
هغه واضحه کړه، د اېشيا لويديځه سيمه له سياسي او اقتصادي نظره جيوپلېټک موقعيت لري، نو ځکه د هېوادونه په هر اړخيزې ملګرتيا سره ترقۍ او پرمختګ ته رسېدې شي.
ابراهيمي همدارنګ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په موضوع سره د شپږو هېوادونو د پارلېماني مشرانو د کانفرنس په جوړولو کښې د ايران د کوششونو او اقدام قدرونه وکړه او وې ويل، په حتمي توګه د دغه کانفرنس په شان غونډې جوړول د هېوادونو د تعلقاتو د ودې او د سياسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتياو د پياوړتيا سبب کېدې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي