برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان په غور کې د اوشان کلی ونیول

طالبانو د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د اوشان په نامه یو کلی نیولی دی.


دغه کلی وروسته تر هغه طالبانو ته په لاس ورغلی چې له تیرو څو ورځو راهیسي په کښي درنې جګړې رواني وې.
د غور ولایت د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي رسنیو ته ویلي چې له تیرو څو ورځو راهیسي د شهرک ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سختي جګړې وشوې، چې له امله یې تېره شپه دولتي ځواکونه د اوشان کلي څخه پر شا شول او طالبانو دغه سیمه فتحه کړه.
نوموړي وویل چې په دغه جګړه کې یوازي یو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه د یادي سیمې د نیولو خبر تایید کړی او ویلي يې دي چې په جګړه کې ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ددوی لاس ته ۷ ټانګونه، ۲ رینجر موټر، ۱ کاماز، ۵۰ موټر سایکلونه او ۱۳ میله سپکې او درنې وسلې لاس ته ورغلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي