برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: پر یمن د اسرائیلو برید غندو

طالبانو د یمن په الحدیده بندر باندې د صهیونیسټ رژیم حمله په کلکه وغندله.


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي اعلان وکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یمن په الحدیده بندر باندې د صهیونیسټ رژيم هوايي برید چې قربانیان یې ملکي وګړي دي، په کلکه غندي.

دغه وزارت له نړیوالو سازمانونو او د سیمې له اغیزمنو هیوادونو غواړي چې په غزې او سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه پای ته ورسوي څو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کښې د زیاتې مرګ ژوبلې او تباهۍ سبب نه شي.

د یمن د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد په لویدیځ کښې په الحدیده ښار باندې د صهیونیسټ رژیم د هوایی حملې په نتیجه کښې درې کسان وژل شوی او ۸۷ نور ژوبل شوی دی.

شریک یي کړئ!