برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: پر غزې د اسرائیلو بریدونه نسل وژنه ده

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر اعلان وکړ چې په غزه کې د اسراییلو جنایتونه په کلکه غندو.


قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر اعلان وکړ چې د غزې د بې دفاع خلکو په وړاندې د اسرائیلي رژیم د تیریګرو ځواکونو جنایتونه په کلکه غندو.

سهیل شاهین دصهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دفلسطین پر خلکو دغه حملې نسل وژنه ده .

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي، ټول ازادي خوښونکي په روښانه وجدان سره چې د بشري حقونو رښتیني مدافعین دي باید د بې ګناه فلسطینیانو د وژلو د مخنیوي لپاره سره متحد شي.

شریک یي کړئ!