برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان پخپل منځ کې اختلاف نه لري

د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو او یو شمېر کارپوهانو په حواله وايي، طالبان پخپلو منځو کې هیڅ اختلاف نه لري.


دیورپورټ په اساس د ولسي جرګې د غړي عبدالروف انعامي له خولې وايي، طالبان پخپلو ټولو چارو کې عملاً او قولاً یو دي.
انعامي وايي، طالبان پر یوه اډيالوژۍ را ټول شوي، د ده په وینا ټیټ پوړي طالبان د خپلو مشرانو مطلق اطاعت کوي.
تر دې وړاندې همدې سرچينې څو ځلې د طالبانو په لیکو کې د «حقاني شبکې»، «کوټې شورا»، «پېښور شورا» او په ورته نورو نومونو د طالبانو د وېشلي وضعیت راپورونه ورکول.
طالبان چې پورته اصطلاحات اصلاً ناسم بولي پرلپسې ټينګار کوي، چې دوی ټول د یو امر تر اطاعت لاندې د بهرنیانو او د هغوی د همکارانو پر ضد جګړه پر مخ وړي.
په ورته وخت کې تېره اوونۍ د روزګان ځايي پوځي چارواکو وویل، چې په خاص روزګان او چوري ولسوالۍ کې د طالبانو جګړې مخامخ د طالبانو مشر شیخ هبه الله اخندزاده پر مخ وړي.
کله چې هم د طالبانو له لوري بریدونو زور اخیستی او ځينې سیمې د دولت له واکه وباسي، پر وړاندې يې د اختلافاتو او خپل سرۍ اړوند تبلیغات ګړندي کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي