برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د ښځو د شرعي حقوقو د درناوي په ضرورت ټینګار وکړ.
د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي د فاریاب ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د ښځو د شرعي حقوقو په احترام ټینګار وکړ.
هغه وويل: هېڅ شخص او ډله حق نه لري چې د دودونو په پلمه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.
حنفي ډاډ ورکړ، چې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه شکایتونه به په جدي توګه تعقیب شي.