برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

طالبان: د هیواد دفاع کوو

د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، د دغه وزارت ځواکونه به د هېواد له امنیت او خپلواکۍ څخه په کلکه دفاع وکړي.


د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي پوځ د ځانګړو قطعاتو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د دغه وزارت ځواکونه به د هېواد له امنیت او خپلواکۍ څخه په کلکه دفاع وکړي.

د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې: د ملي دفاع وزارت ٩٤٧ تنه کومانډوان له روزنې او سختو زده کړو وروسته د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ له روزنيز مرکز څخه فارغ شول.

په دې مراسمو کې مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د خاصو قطعاتو ځواکونه د خلکو او اسلامي نظام د دښمنانو پر وړاندې یوه قوي او نه ماتېدونکی کلا وبلله. ده ټينګار وکړ چې دغه ځواکونه به له عصري وسايلو او مسلکي زده کړو څخه په استفادې سره د هر هغه ګواښ په وړاندې چې د هېواد امنيت او خپلواکي په خطر کې اچوي په کلکه دفاع وکړي.

کومانډو ځواکونو په پرمختللو پوځي یونیفورمونو او تجهیزاتو سره د مسلکي تمریناتو په ښودلو سره خپله وړتیا او ځواک وښوده او د هیواد له ارزښتونو څخه یې د دفاع ژمنه وکړه.

شریک یي کړئ!