برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د هر ډول تیري ځواب ته تیار یو

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د هر ډول تیري ځواب ته آماده دی.


د طالبانو د دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره له پاکستاني ځواکونو سره نښته تایید کړې او ویلي یې دي: د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د دغه هېواد پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.

په بیان کې راغلي، چې د پاکستان جنګي الوتکې نن سهار يو ځل بيا د يوه يرغليز اقدام په ترڅ کې د افغانستان خاورې ته ننوتلي او د دغه هېواد په ختيځ کې يې د ملکي خلکو کورونه بمبار کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري ځواب ته چمتو دي او په هر حالت کې به د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان په ختیځ کې د «پکتیکا» او «پکتیا» ولایتونو خبري سرچینو اعلان کړی و چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګور ادې لارې په اوږدو کې له پاکستان سره په سرحدي سيمه کې نښته شوې او دواړو لورو د يو بل پر ضد سپکې او درنې وسلې کارولي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند اعلان کړی و، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې دا ډول پېښې به ډېرې بدې پایلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.

 

شریک یي کړئ!