برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د فلسطین د حقه مبارزې ملاتړ کوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د ډله ییزو قبرونو د موندلو په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د فلسطین د خان یونس ښار د ناصر روغتون په سیمه کې د ډله ایزو قبرونو د موندلو په اړه غبرګون ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې ویلی دی: د دغه روغتون په انګړ کې د شهیدانو د جسدونو موندل چې پکښې ښځې او ماشومان هم شامل دی، د فلسطین د بې دفاع خلکو په مظلومیت، او د صهیونیسټی نیواکګر رژیم د نړیوالو قوانینو او مقرراتو او ټولو انسانی ارزښتونو ته د نه پابندۍ او د غاصب صهیونیسټی رژیم د وحشتناکو جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې د بې پروایی او د سترګی پټول ښودنه کوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغو جنایتونو د غندلو په ترڅ کې ویلي چې افغانستان د فلسطین د خلکو له حقه مبارزې څخه ملاتړ کوي او د نړۍ په آزادو خلکو غږ کوي چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د فلسطین په اړه په یوه پیغام کې ویلي وو: د فلسطین مسله د ټول اسلامي امت مسله ده، موږ یو ځل بیا پر غزې د اسرائیلو یرغل او اشغال په کلکه غندو.

هغه ټینګار وکړ: موږ له ټولو اسلامي هېوادونو او آن له نړۍ څخه غواړو چې ژر تر ژره د اسرائیلي رژیم د ظلم لاسونو پرې کړي، تر څو هلته تېری پای ته ورسېږي، په ځانګړې توګه اسلامي امت دا مسوولیت لري چې چې د فلسطين د مظلومو ولسونو په بشپړه توګه ملاتړ وکړي او د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې په یوه غږ د فلسطينيانو ترڅنګ ودرېږي.

اخندزاده اعلان وکړ: د افسوس ځای دی چې په نړۍ کې د بشری حقوقو مدعیان د فلسطینیانو د ظلمونو ننداره کوی او تر اوسه هیڅ نړیوالې ډلې د دې جنایتونو د مخنیوی لپاره عملی اقدام نه دی کړی او د دغې سترې غمیزې په وړاندې یې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.

 

شریک یي کړئ!