برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: د افغانستان ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره تعامل غواړي

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایی د افغانستان ګاونډیو هیوادونو له طالبانو سره د اړیکو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سمرقند په غونډه کې ګاونډیو هیوادونو غوښتل چې د افغانستان له واکمنې ادارې سره خپل تعامل زیات کړي.

د طالبانو د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وويل: دغو هېوادونو زياتره له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو او دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي: دغه کنفرانس ډېر ګټور و چې په کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیاسي وضعیت او تګ راتګ په اړه خبرې وشوې او دې نتیجې ته ورسېدل چې ګاونډي هېوادونه باید سره نږدې شي او خپل نظرونه تبادله کړي.

د يادونې وړ ده، چې په ازبکستان کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په څلورمه ناسته کې ګډونوالو د ټول شموله حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامين ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي