برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د افغانستان اشغالګران نرمې جګړې ته مخه کړې ده

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي، چې په افغانستان کې په پوځي ډګر کې له ماتې وروسته اوس بهرنیو هېوادونو په دغه هېواد کې نرمه جګړه پیل کړې ده.


د طالبانو د مهاجرینو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني پکتیا کې په یو مراسمو کې وویل: په افغانستان کې په پوځي ډګر کې له ماتې وروسته اوس بهرنیانو نرمه او فکري جګړه پیل کړې ده.

هغه د علم حاصلولو په ضرورت باندې په تاکید سره زیاته کړه: فکری جنګ په علم باندې له تکیه کولو او د اسلامی ارزښتونو له پابندۍ پرته ممکن نه دی.

حقاني د خلکو پر يووالي او پيوستون د ټينګار په ترڅ کې وويل: ټولې ديني، قومي او ټولنيزې اړيکې بايد د علماوو، مخورو او سيمه ييزو چارواکو په همغږۍ ترسره شي او ديني مدرسې بايد د خلکو د ملاتړ نقطه وي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د اعلامیې له مخې حقاني له قومي ډلو وغوښتل چې په غیر اسلامي شعارونو ونه غولېږي او د هر فرد د ملاتړ لپاره شریعت معیار وګرځوي. ځکه امنیت او بشري حقونه په اسلامي شریعت کې تضمین شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي