برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د اسماعیل هنیه شهادت د اسرائیلو د بربادۍ زیری دی

د طالبانو د امارت وېبپاڼې د حماس د دفتر د مشر اسماعیل هنیه شهادت یوه غمجنه ضایعه بللې او ویلي یې دي چې د هنیه شهادت د اسرائیلو د بربادۍ زیری دی.


د طالبانو ډلې په تهران کښې د حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کښې وویل: شهادت یوه پراخه دروازه ده چې له لارې یې خدای خپل محبوبان قبولوی.

طالبانو زیاته کړې چې د اسماعیل هنیه شهادت؛ د حماس مشر د ملت لپاره یو لوی غم پریښی دی، خو په عین حال کې د صهیونیسټي غاصبینو د له منځه وړلو ژمنه کوي.

طالبانو ویلي چې د نوموړي په شهادت د نوموړي کورنۍ او اسلامي امت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

شریک یي کړئ!