برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: داعش پر دیپلوماتیکو مرکزونو د برید توان نه لري

د طالبانو ویاند ویلي: داعش په شدیده توګه د طالبانو د ځواکونو تر نظر لاندې دی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې داعش په افغانستان کې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د بریدونو ګواښ کړی دی. داعش د طالبانو تر نظر لاندې دی او دغه ډله په افغانستان کې پر دیپلوماتیکو ماموریتونو د برید توان نه لري.

هغه د ځينو هېوادونو له خوا د ډيپلوماټيکو فعاليتونو د کمولو په هدف د بهرنيو هېوادونو له خوا د اندېښنو رامنځته کول ناکام وبلل.

مجاهد وړاندې ویلي و، چې طالبان د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې لري او دغه سیاسي او اقتصادي تعامل ورځ تر بلې پراخېږي.

شریک یي کړئ!