برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: اسلامي نړۍ دې د اسرایلو پر وړاندې سره متحد شي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وویل د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د اسلامي نړۍ وحدت ضروري دی.


د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي د صهیونیسټ رژیم د د جنایتونو او نسل وژنې په وړاندې د بشری حقوقو د بنسټونو او ملګرو ملتو په چوپتیا او له دغه رژیم سره د امریکې د هراړخیز ملاتړ په دوام کښې د دغو جنایتونو د مخنیوی لپاره د مسلمانانو د وحدت په ضرورت ټینګار وکړ.

په دې وروستیو کې د افغانستان خلکو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه د وژل کیدو په غندلو سره د صهیونیسټی رژیم ضد مظاهرې وکړې.

فراهي په یوه پیغام کې لیکلي: پرون نیمې نړۍ د امریکا په مرسته پر افغانستان برید وکړ، نن په غزه کې هماغه څه روان دي.
اې مسلمان امته! که تاسو متحد نه شئ، د اسراییلو او لویدیځ لخوا به ورته سناریو ډیر ځله و ازمویل شي، اوس هم وخت دی، راځئ چې خپل شخصي اختلافات یوې خواته کړو او د دې اسلام ضد عناصرو سره په ګډه مبارزه وکړو. وخت تیریږي!

د افغانستان په دننه او بهر کښې موجودو چارواکو او ځینو سیاسی او امنیتی چارواکو هم د شهید هنیه د وژلې په غبرګون کښې په جلا جلا پیغامونو کښې د دغې ترهګرې پیښې په غندلو سره د بیت المقدس په ازادۍ او د صهیونیسټی رژیم په ړنګولو ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي