برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو د ختمولو غوښتنه وکړه

طالبانو اعلان وکړ چې له اسلامي هېوادونو څخه غواړي چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو د ملاتړ لپاره متحد شي.


د افغانستان د حج وزیر نور محمد ثاقب د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي غونډه کې اعلان وکړ چې الاقصی جومات یوازې د فلسطین نه، بلکې د ټول اسلامي امت پورې اړه لري.

ثاقب دې ته په اشارې سره چې د فلسطین په مظلومو خلکو وحشیانه حملې کیږي او هره ورځ د ماشومانو او ښځو په شمول په سلګونو مسلمانان په کښې شهیدان کیږي، له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره سره متحد شي او د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره ټینګ ملاتړ اعلان کړي.

له دې مخکې هم طالب چارواکو په ځلونو په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه غندلی دی .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي