برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو په انقره کې پر فضايي شرکت برید غندلی دی

طالبانو په انقره کې د هوايي او فضایي صنعت پر یوه شرکت د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.


د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې د فضايي صنایعو په شرکت «توساش» باندې د وسله والو برید کوونکو له خوا پرونۍ حمله غندلې ده چې له امله یې ۴ تنه ووژل شول.

دغه وزارت د قربانیانو له کورنیو، حکومت او د ترکیې له خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره هیله څرګنده کړې چې دا ډول دردونکې پېښې بیا تکرار نه شي.

ترکي چارواکو اعلان کړی، چې په انقره کې د هوايي صنعت پر یوه شرکت په برید کې څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په دې برید کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي