برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آذر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه رد کړل

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیت ردوي، طالبانو اعلان وکړ چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان کورنۍ مسله ده.


د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو د شتون په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د مرستیال خبرې رد کړې.

فطرت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او په پاکستان کې د امنیت ټینګښت د دغه هېواد کورنۍ مساله ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال وایی، اسلام اباد ته په کار ده چې پر نورو د تورونو لګولو پر ځای خپلې داخلي ستونزې حل کړي.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او د دغه هېواد له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخیستل کیږي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي