برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

طالبانو له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړه

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر اعلان وکړ چې په تور لیست کې د افغانستان د واکمنې ادارې د مشرانو شتون د کابل او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت پر وړاندې خنډ دی.


د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت د مشرانو نومونه په تور لیست کې دي او دا موضوع له نورو هېوادونو سره د کابل د اړیکو د ټینګولو مخه نیسي. له همدې امله باید د کابل د چارواکو نومونه له دغه لیست څخه وایستل شي.

هغه په دې باندې په ټينګار سره چې د ممنوع کسانو نوملړ او نور خنډونه دې ليرې شي وويل: سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره د ملي او دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ خپلې اړيکې پراخې کړي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو دقیق وخت نه دی معلوم، ځکه دا اقدام د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري، نو دا اقدام به ژر ترسره نه شي.

شریک یي کړئ!