برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق ادعا رد کړه

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په اړه غبرګون وښود.


له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په غبرګون کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: دا وسلې په سرپرست حکومت پورې اړه نه لري او هغه وسلې چې د امنیتي ارګانونو په لاس کې دي په ډیپوګانو کې ساتل کیږي.

پاکستاني رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي او کشفي ادارو په یوه موټر کې د امریکايي وسلو یوه زېرمه نیولې، چې غوښتل یې د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي