برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د کمانډو ځواکونو یو قومندان ووژل

طالبان وايي په ننګرهار کې يې د کمانډو ځواکونو یو قومندان او یو بل تن عسکر وژلي او وسایل يې دوی له ځانو سره و.


د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قومندان جان محمد او د هغه ملګری يې نن سهار جلال اباد ښار ته څېرمه د «بیس» سیمه کې وژلي دي.
د خبرپاڼې له مخې طالبانو د دوی وسلې او ټلیفونونه هم له ځانو سره وړي دي.
تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې پرلپسې د ننګرهار مرکز جلال اباد د پرلپسې پېښو شاهد پاتې شوی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي