برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو د حماس د سیاسي دفتر د مشر د زامنو وژنه غندلې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د حماس د سیاسي دفتر له مشر سره په ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته د دې غمیزې په اړه د تسلیت مراتب وړاندې کړل.


د حماس د سیاسي دفتر د مشر د دریو زامنو او لمسیانو له شهادت وروسته، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له اسماعیل هنیه سره په ټیلیفوني اړیکه کې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

هغه هیله څرګنده کړه چې د فلسطین د شهیدانو سرښندنې به بالاخره د صهیونیسټی تیریګرو له نیواک څخه د دغه هیواد د وروستۍ ازادۍ سبب شی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې د افغانستان خاورې خپلواکي په ډېرو قربانیو ترلاسه شوې ده.

هغه دفلسطین دخلکو دجهاد دبریالیتوب په هیله له هغوی وغوښتل چې دصهیونیسټ رژیم په وړاندې په خپلو مبارزو کښې دتیر په شان مقاوم، صبور او ثابت قدمه واوسي .

اسماعیل هنیه هم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د خواشینۍ څرګندولو قدرداني وکړه او د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو لپاره یې دعا وکړه.

هغه د افغانستان خلک د ازادۍ د مبارزې مخکښان وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ګډې وینې بهېدنې مثبتې پایلې ولري.

دیادونې ده؛ صهیونیسټي رژیم د حماس د سیاسي دفتر د مشر د زامنو موټر په نښه کړ او د دغه جنایت په نتیجه کښې د اسماعیل هنیه د کورنۍ شپږ غړي چې د هغه د دریو زامنو او دریو لمسیانو په شمول یې شهیدان کړل.

په دې لړ کښې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر په خپلو خبرو کښې تائید کړه چې د هغه درې زامن او درې لمسیان د صهیونیسټی رژیم په حملو کښې شهیدان شوی دی.

هنيه وويل: زه د الله تعالی شکر ادا کوم چې زما د دريو زامنو او څو لمسيانو په شهادت سره يې موږ ته عزت راپه برخه کړی.

هغه ټینګار وکړ: په دې درد او وینه سره به د خپل ملت لپاره امید، راتلونکې او آزادۍ رامنځته کوو.

 

شریک یي کړئ!